د هېواد دفاع وزارت ویاند د راستنېدو په وړاندې غبرګونونه؛ «د دولت وزیري له مخ څخه شرم او خیانت ورېږي»

لخوا Aamaj News

افغانستان ته د پخواني دولت د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري له راستنېدو وروسته، یو شمېر سیاسي څېرو او رسنیزو فعالینو د نوموړي د راستنېدو په تړاو غبرګون ښودلی.

خبریال مختار وفايي نن (یکشنبه د غبرګولي ۱۵مه) د یو ټویټ په خبرولو سره ویلي: «دولت وزیري چې وړاندې یې له ملا یعقوب سره بیعت کړی و، کابل ته راستون شو. د دولت وزیري له مخ څخه شرم او خیانت ورېږي.»

وفايي، وزیري ته په خطاب کې لیکلي: «څنګه د خپلو همکارانو او سرتېرو قاتل ته لاس ورکوې؟»

په ورته وخت کې؛ د جنبش ګداز رییس هارون معترف هېواد ته د وزیري د راستنېدو ته په یو سخت غبرګون کې لیکلي: «خپل جنرالان د امریکا له کمپونو څخه کابل ته راولي او د افغانیت دستار ور تړي، خو زموږ بزګر د فاشیزمو میلشو تر وهلو ډبولو لاندې ژوند له لاسه ورکوي.»

خبریال ولي آرین په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «د پخواني حکومت د دفاع وزارت ویاند د طالبانو حکومت تر سیوري لاندې راستون شو. هغه کس چې له راګرځېدو وړاندې یې هم د ملا یعقوب لپاره سندرې ویلي او په دې ډول یې د پوځ ملا ماته کړه.»

د دې سربېره د افغان فلم پخوانۍ رییسه صحرا کریمي هم د یو ټویټ په خپرولو سره وایي: «ور ور د وطن پلورونکو ډلې رارسېږي، ور ور طالب پرستان رارسېږي.»

خبریال شاهپور فرهمند د دولت وزیري راستنېدو تته په غبرګون کې چپه خوله نه دی ناست او لیکلي یې دي: «دولت وزیري چې له دې وړاندې د ملي پوځ د ویاند له آدرس یې طالبان ترورېست او مزدوران بلل، اوس یې له کور څخه د امارت غېږي ته پناه یوړه.»

په ورته وخت کې؛ د ټویټر یو ګته اخېستونکي څرګنده کړې: «په خدای که دې وبښم.»

د ټویټر دغه ګټه اخېستونکي زیاته کړې: «بې کفایته جنرال دولت وزیري چې د څه باندې سل زره همسنګرانو وینه یې تر پښو لاندې او له ملا یعقوب سره یې بیعت وکړ او کابل ته راستون شو.»

دا په داسې حال کې ده؛ چې نن سهار د طالبانو حکومت د ملي راډیو ټلویزیون رییس احمدالله وثیق، کابل هوايي ډګر کې د وزیري یو انځور په خپرولو سره ویلي وو، چې نوموړی د افغانستان شخصیتونو سره د اړیکې کمیټې د فعالیت په پایله کې هېواد ته راستون شوی.

د یادونې وړ ده؛ چې د افغانستان پخواني حکومت له برځېدو او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، زیات شمېر سیاسي څېرو او دولتي چارواکو افغانستان پرېښود.

که څه هم داسې خبرې شته چې له دې ډلې شمېر څېرې د راستنېدو میل لري؛ خو یو نور شمېر یې ټول ګډونه حکومت جوړېدل او سیاسي ګډون هېواد ته د راستنېدو له وړاندې شرطونو څخه اعلان کړي دي.

اړوند لیکنې

3 تبصرې

joupspooW February 20, 2023 - 10:08 am

how much does cialis cost International Osteoporosis Foundation and National Osteoporosis Foundation; 2010

ځواب
Menuase March 2, 2023 - 3:03 pm

2013 Jul; 38 1 15 buy cialis generic online

ځواب
AbeneReap March 5, 2023 - 4:38 pm

I want to give the medication a chance to work, considering my case was caught so early cialis 5 mg best price usa

ځواب

یو نظر پریږدئ