واشنګټن پُسټ: د مخدوم عالم ملاتړي پښتانه طالبان په دې تورنوي چې نه غواړي یو قوي اوزبېک یې په صفونو کې شتون ولري

لخوا Aamaj News

د مخدوم عالم له نیولو او د میمنې په ښار کې یې د ملاتړو د لاریون ورسته، واشنګټن پُسټ په یو راپور کې پښتنو او زبېک طالبانو تر منځ قومي نارضایتیو او د شمال دروازه یعنې مینمه کې د (ایرو لاندې اور) ته کتنه کړې.

په یاد راپور کې له مخدوم عالم څخه د یو نوموتي اوزبېک قومندان په توګه یادونه شوې، چې شل کاله یې د طالبانو په صفونو کې جګړه کړې، پینځه کاله بګرام زندان کې د امریکایانو بندي و او د طالبانو په لاس د افغانستان درې شمالي ولایتونو په نیولو کې یې مهم رول درلود.

خو درې اونۍ وړاندې د نوموړي نیولو د طالبانو ترمنځ قومي شخړې رامنځته کړي. په داسې حال کې چې په کابل کې د طالبانو حکومت نوموړی په انسان تښتونې تورن کړی، خو ملګري یې دا تورونه نه مني. د فاریاب لپاره د طالبانو والي قاري حفیظ‌الله واشنګټن پُسټ ته ویلي چې د طالبانو ترمنځ د قومي توپیر تورونه بې بنسټه دي، خو زیاته کړې یې ده چې نوموړی لا نه پوهېږي چې مخدوم عالم ولې نیول شوی او دا هغه څه دي چې د واشنګټن پُسټ په باور د غیر پښتونو طالبانو د حاشیې ته وېستلو د تور حد ډېروي.

آمریکایي ورځپاڼې په دوام کې زیاته کړې؛ چې د افغانستان پخوانیو دولتونو په توګه، طالبان د پښتنو لخوا رهبري کېږي، په هغه هېواد کې چې اقلیتونه په لسیزو ګوښې ته وېستل شوي او یا هم کم استازولي کړی شي او د ډیری خلکو لپاره د مخدوم عالم نیول له د داسې سیاستونو له راتګ څخه حکایت کړي.

همداشان واشنګټن پُسټ لیکلي؛ چې د میمنې پراخو لاریونونو طالبان حیران کړل او وروسته دوی له نږدې ولایتونو څخه تر غاښونو مسلح مرستندویه ځواکونه فاریاب ته راوستل، تر څو لاریونوالو ته ګواښ ووسي چې نور واټونو ته را بهر نه شي. د طالبانو دا کړنه د دې لامل شوې چې سلګونه لاریونوال د طالبانو د نیول له وېرې له فاریاب ولایت څخه وتښتي او یا په پټ ډول ژوند وکړي.

د یادې مقالې په پای کې لیکل شوي؛ که چېري مخدوم عالم محکوم شي او یا یې د طالبانو ترمنځ موقعیت کم شي، خپل ډېری اوسېدونکي به د قومي شخړو د اور بلولو لپاره چمتو کړي.

د فاریاب یو اوزبېک اوسېدونکي عبدالله ویلي: (موږ پوهېږو چې دې ورځو کې ټول واک له پښتنو سره دی. که همدې لارې ته دوام ورکړي، خلک چمتو دي له خپلو حقونو څخه یو ځل بیا سرونه ځار کړي.)

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ