د جمهوریت د څېرو راستنېدل؛ فاروق وردګ هېواد ته راستون شو

لخوا Aamaj News

د تېر حکومت د چارواکو راستنېدو په لړ کې، د پوهنې وزارت او پارلماني چارو کې د دولت وزیر فاروق وردګ بېرته هېواد ته راستون شو.

بل پلو تېره ورځ هم د برېښنا شرکت پخوانی رییس امان غالب افغانستان ته راستون شو.

له افغان شخصیتونو سره د اړیکې کمیسیون د نوموړي له راستنېدو خوښي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده؛ چې راتلونکو ورځو کې به یو زیات شمېر کسان هېواد ته راستانه شي.

د یادونې وړ ده؛ چې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون هېواد ته د شختصیونو را ستنېدو په پار د طالبانو د کانونو او پطرولیم وزیر شهاب الدین دلاور په مشرۍ درې اونۍ وړاندې په رسمي بڼه خپلې چارې پیل کړې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ