امریکا په هر ډول شرایطو کې په افغانستان کې د تروریزم په وړاندې مبارزې ته دوام ورکوي

لخوا Aamaj News

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر، لوید آستین تېره ورځ په بحرین کې د یوې امنیتي غونډې پر مهال وویل چې له افغانستان څخه د وتلو سربېره امریکا ژمنه ده؛ تر څو په افغانستان کې د ترورېزم په وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.

د امریکا دې لوړپوړي چارواکي ویلي: «د دې سربېره چې له افغانستان بهر شو، خو هلته به د ترورېزم په وړاندې مبارزې ته دوام ورکوو.» ځکه د نوموړي په وینا په افغانستان کې د ترورېزم سره مبارزه څه داعش او یا القاعده، مرستې ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو سره د نړۍ هېوادونه په ځانګړي ډول د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د داعش له نفوذ څخه اندېښمن دي. او د دغې ډلې په وړاندې پر مبارزه ټینګار کوي له دې ډلې ګاونډي هېوادونه لکه تاجیکستان، اوزبیکستان، قزاقستان او ترکمنستان هېوادونو ته یې د اسلام پالو ډلو د نفوذ د اندښنې امله له افغانستان سره یې خپلې پولې په امنیتي ځواکونو سمبال کړي دي.

د داعش ډلې خراسان څانګې د طالبانو حکومت څه کم درې میاشتو کې څو مرګوني بریدونه د افغانستان پر ولایتونو کړي چې لسګونه ملکي وګړي پکې ټپیان او وژل شوي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

seraphina.top April 15, 2024 - 8:19 pm

Wow, awesome weblog format! How lengthy have you ever been running a blog for?

you made running a blog glance easy. The whole glance of your website is fantastic, let
alone the content! You can see similar here sklep internetowy

ځواب

یو نظر پریږدئ