د واګنر شرکت رییس یوګني پریګوژین د سیمافور خبري آژانس ته منلې، چې د افغانستان پخواني پوځ «کم شمېر» زدهکړې لیدلي ځواکونه یې اوکراین کې د جګړې لپاره جذب کړي دي او د توپخانې برخه کې ګمارل شوي دي.
تر دې وړاندې روسیه هم د ایران په مرسته د پخواني دولت امنیتي ځواکونو د ګمارنې په لته کې وه، چې د امریکایانو لخوا زدهکړې ورکړل شوې او ایران ته کډوال شوي دي. دې ځواکونو ته د روسیې وګړيتوب او د اوکراین جګړې په لړ کې ښه معاش ژمنه هم ورکړل شوې وه.
د پوتین دې ملاتړې په دې اړه ډېر مالومات نه دي ورکړي، او لا څرګنده نه ده، هغه افغان جنګیالي چې د واګنر شرکت لپاره جګړه کې له کوم بل ځای یا ایران څخه ګمارل شوي. سمافور لیکلي چې واګنر هڅه کړي یو شمېر سرتېري له کابل وګماري.
دې رسنۍ همداشان راپور ورکړی دی، چې د افغانستان سلګونه پیاوړي نجګیالي د اوکرایني ځواکونو ترڅنګ جګړې ته چمتوالی ښودلی؛ خو اوکراین یې له منلو مخ اړولی دی.
ویل کېږي، چې تراوسه ۳۰۰ افغان پوځيانو د یو خصوصي ویبسایټ له لوري له اوکرایني ځواکونو سره د مرستې لپاره نوملیکنه کړې ده. له دې ډلې ۱۵۰ تنه یې له دې وړاندې د افغانستان پوځ د ځاګړو قطعاتو غړي وو.
په ورته وخت کې، د افغانستان ځانګړو ځواکونو قطعاتو یو غړي دې وېبپاڼې ته ویلي، چې د دوی یو شمېر غواړي د اوکراین لپاره جګړه وکړي.
ورته وخت اوکراین د افغانانو د نه ګمارنې په اړه ویلي، چې دا هېواد د جاسوسانو له نفوذ څخه اندېښنه لري.
د یادونې ده، چې واګنر یو روسي خوصوصي پوځي شرکت دی، چې اوکراین کې د روسیې د پوځ تر څنګ جګړه کړي. دې شرکت جنګیالي او له دې ډلې د روسیې بندخونه کې بندیان اجیران کړي او د اوکراین د جګړې کرښو کې ورباندې جګړه کړي.