په شمال کې تاوترخوالی؛ په کندز او تخار کې د واکسیناسیونو ۸ کارکوونکي وژل شوي

لخوا Aamaj News

په کندز کې سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته وایي چې نامالومو وسلوالو د یوې ښځې په ګډون د واکسیناسیونو څلور ۴ کارکوونکي د یاد ولایت مرکز په دوه بېلا بېلو سیمو او د یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون درې نور کارکوونکي د امام صاحب په ولسوالۍ کې په ډزو ویشتل شوي.

سرچینې زیاتوي؛ چې شریف‌الله همتي یو له هغه واکسیناتورانو دی چې نن په کندز ولایت کې د نامالومو وسلوالو د برید په لړ کې یې ژوند له لاسه ورکړی.

د دې سربېره سرچینې زیاتوي؛ چې د تخار شهیدي څلور لارې یوه بله پېښه کې قاري نجیب‌الله هم د نامالومو وسلوالو له لوري په ډزو ویشتل شوی.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان د معاونیت هیئت یا یوناما په کندز کې د دوه واکسیناتورانو او یو “ټولنیز همغږي کوونکي” وژل په یو ټویټ کې منلي.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې پېښو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی او طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ