ملګري ملتونه: په ټوله نړۍ کې تر ۳ ميلیارده زیات کسان د کرونا واکسین لومړي دوز ترلاسه کولو ته په تمه دي

لخوا Aamaj News

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام نن (یکشنبه، د کب ۱۵مه) راپور ورکړی؛ چې د روان کال د جنورۍ تر پایه په ټوله نړۍ کې له ۳ میلیاردو څخه زیات کسان د کرونا واکسین د لومړي دوز ترلاسه کولو لپاره په تمه و.

دغه سازمان ویلي؛ هغه خلک چې په ټیټ او متوسط ​​​​عاید لرونکو هیوادونو کې ژوند کوي لاهم د کرونا واکسین ترلاسه کولو کې ستونزې لري.

په چین کې د کرونا لومړۍ څپې له خپرېدو او په نړۍ کې د میلیونونه بېلابېلو ډوز واکسینو جوړولو څخه دوه کاله وروسته؛ اوس ملګرو ملتونو خبر ورکړی، چې په ټوله نړۍ کې تر درې میلیاردو زیات کسان د کرونا واکسین لومړي ډوز ته په تمه دي.

ملګرو ملتونو څرګنده کړې؛ چې د واکسینو چټک او عادلانه وېش، تحویل او تولید د کرونا ټول نیولو څخه د وتلو یوازینۍ لار ده.

په ورته وخت کې، ډیری لوړ عاید‌لرونکي هیوادونه لا دمخه د خپل نفوس ۷۰٪ ته د واکسین کولو موخو ته رسېدلي.

دغه سازمان په دې باور دی؛ چې په نړۍ کې د کرونا واکسین د تطبیق چټکتیا زیاتول به د دې لامل شي چې قرنتطین او نورې چارې په خورا چټکې سره لرې شې تر څو د هېوادونو اقتصاد پیاوړی شي.

په ورته وخت کې، دغه سازمان زیاته کړې چې تر اوسه لږ تر لږه ۳۲ هېوادونه د کرونا واکسین د تطبیق ۴۰ سلنه موخې ته هم نه دي رسېدلي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د خپرو شویو راپورونو له مخې، یوازې ۴ سلنه افغانانو د کرونا بشپړ واکسین ترلاسه کړی او د کرونا ناورین لا هم په هېواد کې شتون لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ