ترکیه او سوریه کې د زلزلې د مړو شمېر ۴۴۴۴ تنو ته ورسېد

لخوا Aamaj News

د راپورونو پر بنسټ؛ ترکیه او سوریه کې د ویجاړونکې زلزلې د مړو شمېر څلور زره او ۴۰۰ تنه ته رسېدلی دی.

د راپورونو له مخې دې زلزله کې ۴۴۴۴ تنه مړه شوي او څه باندې ۱۸ زره تنه ټپیان شوي دي. ۳۰۰۰ تنه ترکیه کې مړه شوي دي.

رویترز راپور ورکړی، چې سړې هوا د پاتې کسانو موندل له خنډ سره مخ کړي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دې مرګونې پیښې له امله یوه اونۍ عمومي ماتم اعلان کړی دی.

دې زلزلې د ۷.۸ درجې ریشتره لوی‌والي سره (دوشنبه د فبروري ۶مه) د ترکیې ختیځ او د سوریي شرقي سیمې ولړزولې.

د همغه ورځې له ماسپښین وروسته یوه بله زلزله د ۷.۵ درجې ریشتر په ځواک سرع پيښه شوه، چې د قربانیانو شمېر یې له حد ډېر لوړ کړ.

په ورته وخت اردوغان ویلي؛ چې ۴۵ هېوادونو څخه یې زیان لیدونکو ته د لاسرسي لپاره د مرستې وړاندیز ترلاسه کړی دی.

رویترز په یو راپور کې لیکلي؛ چې ترکیه کې د دوشنبې ورځې د زلزلو مرګ‌ژوبله له ۱۹۹۹ کال را په دېخوا تر ټولو لوړه مرګه ژوبله ده. هغه مهال چې ورته زلزلې د استانبول نږدې مرمره سیند ختیځه له ګڼې ګوڼې ډکه سمه ویجاړه کړه او څه باندې ۱۷۰۰۰ تنو پکې ژوند له لاسه ورکړ.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ