د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ویلي، طالبان د قوشتپې د اوبو د لېږد کانال جوړوي، چې د ده په خبره په منځنۍ اسیا کې د اوبو توازن بدلولی شي.
نوموړي دغه څرګندونې پرون (جمعه سنبلې ۲۴مه) په دوشنبې ښار کې د منځنۍ اسيا د هېوادونو د مشرانو په پنځمه مشورتي غونډه کې وکړې.
د ازبیکستان ولسمشر د دې غونډې غړو هېوادونو ته وړاندیز وکړ چې د قوشتپې د اوبو د کانال په برخه کې د رامنځته شوې ستونزې په اړه دې یوه ګډه ډله جوړه کړي.
میرضیایف په دوام کې ټینګار وکړ چې د دې کانال جوړول د امو سیند د اوبو د رژیم د اغېزمنولو لپاره اړین دي.
هغه همداراز وړاندیز وکړ چې د اوبو له سرچینو څخه د استفادې په اړه دې په سیمهییزو خبرو کې د طالبانو ګډون ته پام وشي.
په افغانستان کې واک ته له رسېدو وروسته، د طالبانو رژیم له ۱۴۰۱ کال راهیسې د هېواد په شمال کې د قوشتپې کانال د جوړولو کار پیل کړ او ملا عبدالغني برادر وویل: «دا پروژه د افغانستان له کرنې سره مرسته کولای شي.»
له بلېخوا د اکانومیسټ مجلې د ۱۴۰۱ کال په پای کې ويلي و: «که څه هم د قوشتپې کانال پراختیا د افغان بزګرانو په ګټه ده؛ مګر دا کولی شي د ازبیکستان په څیر هیوادونو سره شخړې او کړکیچ ته لمن ووهي.»
1 تبصره
watch movies