د اُزبېکستان ولسمشر: د ترمذ ـ مزارشریف ـ کابل ـ پېښور د ریګاډي پټلۍ پروژه له سیمه‌ییزې پراختیا سره مرسته کړي

لخوا Aamaj News

د اُزبېکستان ولسمشر شوکت میرضیایف چې تېره ورځ په یو رسمي سفر پاکستان ته تللی او د پاکستان صدراعظم عمران خان سره یې یوه ګډه خبري ناسته کې د “ترمذ ـ مزارشریف ـ کابل ـ پېښور” استراتژیکې رېل ګاډي پټلي جوړلولو پر ارزښت په نږدې راتلونکي کې ټینګار وکړ چې دا پروژه پاکستان د منځنۍ آسیا له مهمو نړیوالو بندرونو سره تړي.

نوموړي زیاته کړې؛ چې د “ترمذ ـ مزارشریف ـ کابل ـ پېښور” د ریل ګاډي پټلۍ پورژه چې د پېړۍ په پروژه پېژندل کېږي، د سیمې له پراختیا سره مرسته کړي.

نوموړي دې پروژې ته د سیمې ګډ راتلونکي نوم ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې د رېل ګاډي دا پټلۍ د سیمې ظاهر ته په بشپړ ډول بدلون ورکوي.

بل پلو؛ په دې ګډه خبري ناسته کې میرضیایف د افغانستان وضعیت ترینګلتیا ته په پام سره له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دې هېواد خلکو سره د خپلو مرستو یوالي کې هڅه وکړي.

د اُزبېکستان ولسمشرۍ ماڼۍ دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛ چ‌ له عمران خان سره د میرضیایف د خبرو په لړ کې، د سیمې او افغانستان د وضعیت په اړه هم خبرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د “ترمذ ـ مزارشریف ـ کابل ـ پېښور” د رېل ګاډي پټلۍ د لارې پروژې نقشه د اُزبېکستان په پلازمینه تاشکند کې د یو پروګرام په لړ کې د افغانستان، اُوزبېکستان او پاکستان د استازو لخوا په ۱۳۹۹ کال د تېر حکومت په وخت کې لاسلیک شوې وه.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ