ازبیکستان: د «څو توکمیز» افغانستان د ټیکاو او امنیت لپاره نړیواله غونډه جوړوو

لخوا Aamaj News

د روسیې انټرفاکس خبري آژانس د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی چې ټاکل شوې ده یوه ڼړیواله ناسته د افغانستان په اړه په دې هیواد کې ترسره شي.

په دغه راپور کې چې نن (جمعه، چنګاښ ١٠مه ) خپور شو، راغلي چې یاده غونډه د جولای په ۲۵ او ۲۶ مه په ازبیکستان کې د ٢٠ نه زیات هیوادونو او د نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون جوړیږي.

د ازبیکستان د بهرنیو چارو مطبوعاتي سرویس له قوله، د دې ناستي اصلي موخه د افغانستان د جګړې وروسته د امنیت او ټیکاو په اړه د نړیوالي ټولني د کړنو او وړاندیزونو مفصله تشریح، او د «څو توکمیز افغانستان د خلکو» په ګټه د سیمه ییزو همکاریو په بهیر کې د هغه ادغام ده.

په دوام کې دغه وزارت یادونه کړې چې د دغي ناستي د پوښښ لپاره د داخلي او بهرني رسنیو اعتبار سنجي، له نن، د جولای اولي څخه شروع کیږي.

دا په داسي حال کې ده چې د ٢٠١٨ په مارچ میاشت او د ٢٠٢١ په جولای میاشت کې، ازبیکستان په افغانستان کې د سولي بهیر، امنیتي همکارۍ او سیمه ییز نښلېدو په اړه د لوړ پوړو نړیوالو ناستو کوربه و.

اړوند لیکنې

1 تبصره

Fox News Radio November 4, 2023 - 2:42 am

For the reason that the admin of this site is working no uncertainty very quickly it will be renowned due to its quality contents.

ځواب

یو نظر پریږدئ