اُزبېکستان: په افغانستان کې د وضعیت ترینګلتیا به د افراطي ډلو ترمنځ د مخ کېدو او بنیاد ګرایی د رشد لامل شي

لخوا Aamaj News

د اُزبېکستان د بهرنیو چارو وزیر، عبدالعزیز کاملوف نن (چهارشنبه د سلواغې ۲۰ مه) له ناردنو سلوو دولتي ورځپاڼې سره مرکه کې افغانستان کې د انساني ناورین د نه مخنیوي له امله د امنیتي ګواښونو رامنځته کېدو څخه خبرداری ورکړی.

نوموړي زیاته کړې؛ چې له افغانستان سره مرسته نه کول د لا ډېرې بې ثباتۍ لامل کېږي او د وضعیت ترینګلوالی کولی شي په ټولنه کې د راډیکالېزم، د ډلو سره مخ کېدل او د افراطي ډلو د ځواکونو احتمالي ادغام لامل شي.

کابلوف روښانه کړې؛ چې اُزبېکستان له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو ته دوام ورکوي او د انرژۍ، لېږ را لېږد او مهم پروژو په اړه له افغانستان سره خبرې اترې کړي.

له دې سره، اُزبېکستان په افغانستان کې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو وروسته؛ د افغانستان نوي حکومت له استازو سره اړیکې نه دي بندې کړې.

دا په داسې حال کې ده؛ چې اوس وخت کې د نړۍ ډېرۍ هېوادونه په افغانستان کې له بشري وضعیت څخه اندېښمن دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ