د ازبېکستان د انرژۍ وزارت خبر ورکړی دی، چې سبا (چهارشنبه د سلواغې ۵مه) افغانستان ته د برېښنا صادرول بیا پیلېږي.
یاد وزارت زیاته کړې ده، چې افغانستان ته د برېښنا صادرولو چارې د مرغومې له ۲۴مې څخه د سړې هوا او د برېښنا د تولید اډو کې د سوند توکو د تامینولو د ستونزې له امله درېدلې وې.
افغانستان په وارداتي برېښنا تکیه دی.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د ازبېکستان چارواکو او طالب چارواکو ترمنځ د روان زېږدیز کال لپاره له ازبېکستان څخه د وارداتي برېښنا هوکړه لیک لاسلیک شو؛ خو له یوې اونۍ راپدېخوا د ازبېکستان د برېښنا بندېدو له امله، د پلازمینې په ګډون د هېواد یو شمېر ولایتونه په تیاره کې ډوب وو.
بل پلو د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، چې له ترکمنستان څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا هوکړه لیک د ۲۰۲۳ زېږدیز کال تر پایه تمدید شوی دی.