دازبېکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ټولو توکمونو په ګډون د ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتونکی شو

لخوا Aamaj News

د ازبېکستان د بهرنیو چارو وزیر د تاشکند د ناستې په لومړۍ ورځ په افغانستان کې د ټولو توکمنو په ګډون د ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتونکی شو.

د ازبېکستان د بهرنیو چارو وزیر، ولادیمیر نوروف ویلی په دغه ناسته کې د ټولو ګډون کوونکو او ګاونډیو هیوادونو مواضع څرګندي او سره ورته دي او طالبانو باید خپلي ژمني عملي کړي.

نوموړی زیاته کړې ده: ”طالبانو دې یو ټول شموله حکومت جوړ کړي چې په دغه هیواد کې ټولي سیاسي، مذهبي او توکمیزي ډلي پکې ګډون ولري.“

دغه نړیواله دوې ورځنۍ ناسته د ازبېکستان په کوربه توب د ”دافغانستان امنیت، اقتصادي ودي او سیمه ییزي اړیکي“ تر عنوان لاندې د ترسره کېدو په حال کې ده.

په دغه ناسته کې د طالبانو په ګډون ٢٠ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د افغانستان په اړه خبري کوي.

د طالبانو پلاوی د دوی د بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي په مشري د افغانستان په اړه د تاشکند ناستې ته د ګډون لپاره، د ازبېکستان پلازمېني ته تللی.

د تاشکند نړیواله ناسته په داسي حال کې ترسره کیږي چې په وروستیو کې، له افغانستان څخه د ازبېکستان او تاجیکستان پولییزو سیمو ته توغندۍ توغول شوي چې طالبانو ”شرورو کسانو“ ته یې نسبت ورکړی چې غواړي د طالبانو د دولت او ګاونډیو هیوادونو اړیکي ترینګلي کړي.

په ورته وخت کې ګاونډیو هیوادونو د اسلامپالو تاوتریخوالي کوونکو د فعالیتونو د ودي اندېښنه لري.

طالبانو په وار وار ټینګار کړی چې هیڅ ډلي ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو په وړاندې وکاروي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ