د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د امریکا له لوري د افغانستان کنګل شوې ذخيرې باید آزادې شي ترڅو د دې هېواد خلک وکولی شي خپل بانکي تعاملات ترسره کړي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر، عبدالعزیز کاملوف د دوشنبې په ورځ د اروپایي اتحادیې او ازبکستان د همکاریو شورا د ناستې په پای کې خبریالانو ته وویل چې له افغانستان څخه د امریکا په رهبرۍ د ناټو ځواکونو وتل؛ نه باید د دې هېواد د راتلونکي په اړه د عمومي علاقې او جمعې مسؤلیت د لاسه ورکولو په مانا وي. د نوموړي په وینا، افغانستان نه باید د نړیوال ټولنې لخوا منزوي شي.
د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د افغانستان ستونزې نه باید د سیمې هېوادونو، په ځانګړي ډول نږدې ګاونډیانو پر اوږو واچول شي. د نوموړي په باور انریکا باید د افغانستان شتمنۍ آزادې کړي ترڅو یوځل بیا په دې هېواد کې بانکي تعاملات پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو سازمان هم په افغانستان کې د بانکي نظام له منځته تللو څخه خبرداری ورکړی.
کاملوف څرګنده کړې؛ چې د طالبانو په رسمیت پېژندل د ټولشموله دولت پر جوړښت، د بنیادي بشري حقونو تامین، له ګاونډیانو سره د ښه سیاست ترسره کول، له ترورېزم سره مبارزې، د نشه یي توکو او سازمان شویو جرمونو مخنوي پورې ټړلې ده، له دې هاخوا ناممکنه ده.
له دې سره د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د انرژۍ او ترانزیت په برخه کې مهمې طرحې ترسره کوي.
د طالبانو حکومت د سل ورځو په تېرېدو سره هېڅ هېواد دا رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی.
1 تبصره
Thank you for great content. I look forward to the continuation.