د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو د اوکراین له ولسمشر سره وکتل

لخوا Aamaj News

د اوکراین د ولسمشر سلاکار, اولکسي آرستوچ اعلان وکړ چي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د امریکا د دفاع وزیر لوید آسټن کي‌يف ته راغلي او د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په خبرو اترو بوخت دي.

خو سپینې ماڼۍ، د بهرنیو چارو وزارت او یا دفاع وزارت تر اوسه د دغه سفر پخلی نه دی کړی او په دې اړه له څه ویلو یې ډډه کړې.

د امریکايي چارواکو له خوا د دغه خبر د تایید په صورت کي، پر اوکراين باندي د روسيې د پوځي بريد د دوو میاشتو له تېرېدو دا به د امريکايي لوړپوړو چارواکو لومړی ځل وي چي له دې هیواده ليدنه کوي.

تر دې مخکې ښاغلي زیلینسکي د شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د دفاع وزیر به د یک‌شنبې په ورځ کی‌یف ته سفر وکړي.

له سی ‌ان ان  سره په یوه تلویزیوني مرکه کې ولادیمیر زیلینسکي د امریکا له ولسمشر جوبایډن څخه وغوښتل چې اوکراین ته سفر وکړي.

امریکايي چارواکو اعلان کړی و چې ښايي د امریکا دفاع یا بهرنیو چارو وزیر اوکراین ته سفر وکړي. خو دا ليرې خبره ده چي ولسمشر بایډن دې هیواد ته سفر وکړي.

د یادوني وړ ده چي تر اوسه پورې د بريتانيا لومړي وزير بوريس جانسن، د پولنډ لومړي وزير ماتيس موراوسکي، د چک جمهوريت مشر پيتر فيالا، د سلوانيا لومړي وزير یانز یانسا، د اتريش صدراعظم کارل نهمر او د اروپايي اتحاديې د کميسون مشر اورسولا فون در لاین د اوکراین له ولسمشر سره د کتني لپاره کي‌یف ته يې سفرونه کړي دي.

دا په داسي حال کي ده چي پر اوکراین د روسیې له یرغل راهیسې تر ۶ میلیونو ډېر خلک له خپلو کورونو تښتېدلي او زرګونه نور هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اړوند لیکنې

9 تبصرې

easy fm November 3, 2023 - 8:49 pm

I think the admin of this site is really working hard for his website since here every stuff is quality based data.

ځواب
Bergen op Zoom Netherlands Repeater November 4, 2023 - 5:55 pm

Pretty! This has been a really wonderful post. Many thanks for providing these details.

ځواب
newsmax tv live November 7, 2023 - 5:02 pm

So great to find someone with some original thoughts on this topic. Really..

ځواب
bbcfarsi news November 10, 2023 - 9:04 am

Thank you for starting this up. This website is something that is needed on the internet someone with a little originality! Watch bbcfarsi news

ځواب
CPAC (French) November 11, 2023 - 2:12 am

Good post! We will be linking to this particularly great post on our site. Keep up the great writing

ځواب
Will it ever be possible for time travel to occur? November 15, 2023 - 8:45 am

very informative articles or reviews at this time.

ځواب
dubai horse racing live stream November 15, 2023 - 2:30 pm

Nice post. I learn something totally new and challenging on websites

ځواب
How to Listen to SiriusXM Radio Online November 27, 2023 - 12:43 am

Nice post. I learn something totally new and challenging on websites

ځواب
Newsmax TV Live November 27, 2023 - 2:28 am

very informative articles or reviews at this time.

ځواب

یو نظر پریږدئ