رویترز خبري آژانس راپور ورکړی؛ چې تېره ورځ یو وسلوال کس د تګزاس ایالات په سویل کې په یو ښوونځي کې ډزې کړې دي او ۱۵ کسان یې وژلي.
یاد خبري آژانس لیکلي؛ چې د تګزاس ایالت والي ګرګ اَبِټ خبریالانو ته ویلي، چې د تګزاس د سویل په یو ښوونځي کې د یو وسلوال کس د ډزو په پایله کې ۱۴ زدهکوونکي او یو ښوونکی وژل شوي.
اَبِټ مظنون ۱۸ کلن سلوادور راموس ښودلی.
د اَبِټ په وینا؛ راموس د د پولیسو په عبګوني ډزو کې وژل شوی.
دا پېښه د تګزاس ایلات په «اووالده» ښار کې د «سن آنتونیو» ۸۰ مایل لویدیځ کې د «راب په نوم ښوونځي کې شوې.
په ورته وخت مې سیانان راپور ورکړی؛ چې یاد کس دوه میله وسلې له ځان سره درلږدې.
دا په داسې حال کې ده؛ چې دې وروستیو کې د امریکا متحده ایلاتو په ایالتونو کې تاوترخوالي زیات شوي، څو ورځې وړاندې هم په یو پلورنځي کې ورته پېښه شوې وه.