د امریکا دفاع وزیر: روسیې پر اوکراین د برید په اړه په خپله ارزونه کې تېروتنه کړې ده

لخوا Aamaj News

د امریکا د دفاع وزیر لویډ آستین؛ د سی ان ان له خبري شبکې سره په خبرواترو کې ویلي: “روسیې د اوکراین د برید په اړه په خپله ارزونه کې تېروتنه کړې او له تدراکاتي ستونزو سره لاس او ګریوان ده.”

نوموړي وویل چې په اوکراین کې د روسیې د پوځ د خوځښت ارزونه ستونزمنه ده. خو دوی هغه پرمختګ نه دی کړی، کوم چې دوی غوښتلو.

د نوموړي په وينا، روسيې فکر کولو، چې په ډېره چټکۍ سره به حرکت وکړي او د اوکراين پلازمېنه کيف ښار به ونيسي، خو تر اوسه په دې کړنه نه دي برلاسي شوي.

د امریکا دفاع وزیر زیاته کړې، روسیه له لوژستیکي ستونزو سره لاس او ګریوان ده او په دې برخه کې یې څو تېروتنې کړې دي.

په ورته وخت کې ښاغلي آسټین دا وړاندوینه ونه کړه؛ چې په اوکراین کې به جګړه څنګه پای ته ورسیږي. خو زیاته یې کړه، چې که د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وغواړي، دیپلوماسۍ څارلی شي.

لویډ آسټین زیاته کړه؛ رامنځته شوی وضعیت پر اوکراین د پوتین د برید د پرېکړې له امله دی او هغه کولی شي د جګړې د پای لپاره هر وخت پرېکړه وکړي او یوه ډیپلوماټیکه د حل لاره وڅاري.

متحده ایالات وايي چې روسیې له چین څخه د مرستې غوښتنه کړې او ښایي بېجینگ د مسکو ملاتړ وکړي خو روسیې او چین دا مسله رد کړې ده.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د اوکراین له جګړې څه باندې درې اوونۍ تېرېږي.
د ماریوپول ښاروال وايي، جګړه د ښار مرکز ته رسېدلې او واټونه له جسدونو، خځلو او اورونو ډک دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ