بلینکن: پر روسیه به لا ډېر اقتصادي بندیزونه ولګول شي

لخوا Aamaj News

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن یوه خبري ناسته کې ویلي؛ چې پر روسیه به لا ډېر اقتصادي بندیزونه ولګول شي.

بلینکن څرګنده کړې؛ چې د ګاز او نفت صنایع کمې شوې او پر ډېری مالی موسسو د بندیزونو لګولو سره به، پر دې هېواد به ډېر سخت اغېزونه رامنځته شي.

نوموړي زیاته کړې؛ چې د دې بندیزونو اغېز به نه یوازې د نن لپاره نه وي، بلکې کالونه به دوام وکړي.

بلینکن، پوتین ته په خطاب کې ویلي؛ چې نوموړی د امریکا د غبرګونونو په اړه له غلطۍ ترسره کړې.

امریکا او اروپا پر روسیه بندیزونه؛ پر اوکراین د روسیې د برید له امله وضع کړي.

لویدیځ ګواښ کړی؛ چې که دا بریدونه ونه درول شي، بندیزونه به سخت او لاډېر شي.

اړوند لیکنې