د افغانستان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي چې د اسلامي همکاریو سازمان له غړو یې غوښتي تر څو د یو ټولګډونه حکومت د جوړولو لپاره پر طالبانو فشار راوړي.
نوموړې په یو ټویټ کې لیکلي؛ چې جده کې یې د یاد سازمان له استازو غوښتي، چې طالبان د بشر حقونو رعایت او د بشر حقونو د مدافعانو ځورولو ته د پای ټکي اېښودلو لپاره اړه کړي.
نوموړې لیکلي؛ چې دې لیدنه کې د افغانستان انساني ناورین د کمښت لپاره د اسلامي همکاریو سازمان د هڅو په اړه خبرې شوې دي. نوموړې ټینګار کړی چې بشر حقونه او بشردوستانه موضوعات سره تړاو لري.
نوموړې زیاته کړې؛ چې له اسلامي پراختیایي بانک سره یې ګټورې مرکې درلودې.