د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه؛ دواړو لورو د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې

لخوا Aamaj News

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، بلال بوټو زرداري خپل د موقف ته خپل تر ټاکل کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره له خپل امریکايي سیال، انتوني بلینکن سره لیدلي دي.

دغه لیدنه پرون ترسره شوه، او دواړو لورو له ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغانستان د ثبات په اړه بحث او خبرې وکړې.

د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سیمه ییزې سولې، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغانستان د ثبات په برخه کې د دواړو هېوادونو د همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

دا په داسي حال کې ده چې تر دې مخکې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ییزو پرمختګونو او د افغانستان په اړه ټلیفوني خبرې کړي وې.

د لیدني پر مهال واشنگټن د پاکستان سره د گډې همکارۍ او د سیمې په امنیت باندې د تمرکز غوښتنه وکړه.

بلینکن د پاکستان د ۷۷ ډلې د مشرتوب هم هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې د نړیوال اقلیم او خوراکي خوندیتوب اقداماتو ته به وده ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي چې وروستیو جیو پولیټیک بدلونونه وضعیت لاپسې خراب کړی دی او د پاکستان په څېر هیوادونه چې په تیرو وختونو کې د خوړو خوندیتوب، د اوبو امنیت او د انرژۍ امنیت په څېر ننګونو سره مخ وو، نور هم ځوريږي.

نوموړی څرګنده کړه چې د پاکستان حکومت لیواله دی چې د جوبایډن له حکومت سره د خوراکي توکو د خوندیتوب، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په برخه کې کار وکړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ