د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد موقت بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټام ویسټ سره وکتل او د افغانستان پر وضعیت یې خبرې وکړې.
که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې غونډې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي؛ خو ويلي چې جلیل عباس جیلاني له ټام ویسټ سره په لیدنه کې د یوه باثباته، سولهییز او سوکاله افغانستان لپاره د اسلامآباد پر ژمنو ټینګار کړی دی.
دغه وزارت نن (چهارشنبه، سنبلې ۲۹مه) د «ایکس» په پلیټفارم کې لیکلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د امریکا ځانګړي استازي په افغانستان کې د تلپاتې سولې په اړه د همکاریو پر دوام هوکړه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې ۷۸مه غونډه پرون په نیویارک کې پیل شوه. په دې غونډه کې د افغانستان څوکۍ خالي ده.