د سنتکام قومندان «د امریکا مرکزي قومندانۍ واحد قومندان» جنرال کنت مکنزي وایي؛ چې راتلونکو میاشتو کې به په افغانستان کې د داعش ډلې بریدونه زیات شي.
مکنزي چې (سه شنبه د کب ۲۴مه) د امریکا سنا مجلس د ولسوال ځواک کمیټه کې یې خبرې کولې، وویل: “د راتلونکي لمریز کال په اوړي کې، افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه بیا پیلېږي.”
نوموړي څرګنده کړې؛ چې افغانستان کې د داعش ځپلو لپاره د طالبانو هڅې له ماتې سره مخ کېږي.
جنرال کنت مکنزي زیاته کړې: “طالبان پر داعش د فشار ساتلو په هڅه کې دي؛ خو دا کړنه د دوی لپاره ستونزې جوړونکې ده.”
د یاد امریکایي جنرال په وینا؛ د داعش ډلې ترهګریزو فعالیتونو له دې وړاندې شتون درلود او په راتلونکو میاشتو کې به چټک شي.
په ورته وخت کې له دې وړاندې ملګرو ملتونو سازمان هم ویلي و؛ چې داعش تقریباً د افغانستان ټولو ولایتونو کې شتون او فعالیت لري.
خو طالبانو په څو ځلې ویلي؛ چې اوسمهال داعش په افغانستان کې هېڅ مرکز نه لري او دې هېواد ته کوم ګواښ نه بلل کېږي.
7 تبصرې
it’s awesome article. I look forward to the continuation.
I do not even understand how I ended up here but I assumed this publish used to be great
There is definately a lot to find out about this subject. I like all the points you made Watch bbc.persian
So great to find someone with some original thoughts on this topic. Really..
Also I ve shared your site in my social networks!
Very well presented. Every quote was awesome and thanks for sharing the content. Keep sharing and keep motivating others.
You re so awesome! I don t believe I have read a single thing like that before.