امریکایي چارواکي په افغانستان کې د القاعدې، داعش او نورو ترهګرو ډلو له شتون اندېښنه څرګنده کړه

لخوا Aamaj News

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی په دوحه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې په افغانستان کې د القاعدې، داعش او نو ترهګرو ډلو له حضور اندېښنه څرګنده کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هیواد زلزله ځپلو سره د مرستو راټولولو په برخه کې د طالبانو له لاس وهني هم اندېښنه څرګنده کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ (جمعه، چنګاښ ١٠مه) په دغه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان په چارو کې د دې هیواد ځانګړی استازی، توماس ویسټ د جون د میاشتي په ٢٩ او ٣٠مه د امریکا یو لوړ پوړي پلاوي په راس کې، د قطر پلازمیني، دوحې ته سفر وکړ او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي په مشري د طالبانو له پلاوي سره پر بېلابېلو مسایلو وږغېد.

په دغه اعلامیه کې راغلی چې د امریکا پلاوی د طالبانو له پلاوي سره په لیدنه کې، په افغانستان کې د القاعدې، د داعش خراسان ډلي او نورو ترهګریزو سازمانونو له شتون څخه خپله اندېښنه څرګنده کړه.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې همداراز راغلی چې د طالبانو پلاوی یو ځل بیا ټینګار وکړ چې هیڅ ډلي ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاوري د نورو هیوادونو د ګواښ په توګه کار واخلي.

دا په داسي حال کې ده چې طالبانو د تېر کال د اګسټ له پنځلسمي چې پر افغانستان واکمني کوي، تل یې دا ویلي چې هیڅ ډلي ته به اجازه ور نکړي چې نور هیوادونه وګواښي او یا برید پرې وکړي.

په دغه اعلامیه کې راغلی چې په دې لیدنه کې، دواړو لورو د مرکزي بانک د ۳.۵ میلیارد ډالرو د جزییاتو په اړه خبري وکړې څو دغه پیسې د افغانستان اوسېدونکو ته په لاس ورشي؛ خو د دغي اعلامیې پر بنسټ، امریکایي چارواکو پر افغان ښځو او نجونو د محدودیت له لګولو او پراخېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

امریکايي چارواکو په دې لیدنه کې ویلي چې د افغانستان د خلکو له غوښتنو ملاتړ کوي. هغوی ټینګار کړی چې نجونو ته دې اجازه ورکړل شي چې ښونځیو ته ستنې شي او ښځو ته د کار اجازه ورکړل شي.

همداراز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلی چې ښاغلی ویسټ د طالبانو له پلاوي سره و لیدني پر مهال په څرګنده ویلی چې د نجونو له حقونو ساتنه د متحده ایالاتو او طالبانو د اړیکو له عادي کولو سره روښانه اړیکه لري.

د یادي اعلامیې له مخي، د امریکا او طالبانو پلاوي هیله څرګنده کړه چې د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې او طبیعي پېښو ته د رسیدګي په اړه په راتلونکي کې هم نظرونه شریک کړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ