امریکا د افغانستان وروستیو زلزله ځپلو سره ۵۵ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه

لخوا Aamaj News

د امریکا متحده ایالاتو خبر ورکړی چې افغانستان کې د وروستیو زلزله ځپلو سره به ۵۵ میلیون ډالره مرسته وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر نن (سه شنبه د چنګاښ ۷مه) د یو ټوېټ خپرولو سره ویلي چې هېواد به یې افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره ۵۵ میلیون ډالره مرسته وکړي.

بلینکن په یاد ټوېټ کې لیکلي: «د USAID او شریکان په همکارۍ کې د افغانستان له خلکو څخه په دې سختو شرایطو کې ملاتړ ژوند بښوونکی دی.»

دا په داسې حال کې ده؛ چې چین د خپلو مرستو په لړ کې د وروستۍ زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره خپله دویمه جوپه مرسته د خوراکي توکو، جامو، او لنډمهاله سرپناه په ګډون راولېږل.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ