د امریکا سفارت شارژدافیره: په لوبغالو کې مجازات د افغانانو حیثیت ته سپکاوی دی

لخوا Aamaj News

افغانستان کې د امریکا سفارت شارژدافیره، کرن دیکر په فراه کې د یو کس د قصاص په غبرګون ویلي چې په لوبغالو کې خلکو ته سزا ورکول د افغانانو حیثیت ته سپکاوی دی.

افغانستان کې د امریکا سفارت شارژدافیرې نن (پنجشنبه د لېندۍ ۱۷مه) په یو ټویټ کې ویلي چې په فراه کې د سلګونو خلکو په وړاندې د قتل په تور د یو کس اعدام باید وغندل شي.

مېرمن دیکر څرګنده کړې چې په ورزشي لوبغالو کې مجرمینو ته سزا ورکول د افغانستان د ټول وګړي انساني کرامت او بشري حقونو په وړاندې عمل دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبانو تر دې مخکې د قصاص تطبیق په اړه نیوکې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې وو او ویلي وو چې نړیوال بنسټونه د مسلمانانو کورنیو چارو ته «درناوې» نه کوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ