د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي له یو شمېر چارواکو له دې ډلې د ملي روغې جوړې عالي شورا له پخواني رییس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې د افغانانو ترمنځ په سیاسي خبرو اترو ټينګار کړی دی.
افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تېره ورځ (دوشنبه) په یو ټوېټ کې لیکلي: «د افغانانو ترمنځ د ملي سیاسي خبرو اترو پیل یوه بېړنۍ اړتیا ده.»
وسټ دې ته په اشارې سره چې د نړۍ هېوادونه هم د افغانانو ترمنځ پر ملي سیاسي خبرواترو هوکړه لري زیاته کړې ده؛ چې دا ناسته باید خپله د افغانانو لخوا او د دوی د غوښتنو سره سمه ترسره شي.
نوموړي هند ته د سفر پر مهال د هند ملي امنیت مرستیال سلاکار وکرام مسري سره هم د افغانستان د موضوع په اړه خبرې کړې دي.
د وسټ خبرې په داسې حال کې دي چې طالبان وایي: «سیاسي خبرې اترې کولی شي افغانستان کې امنیت او ملي حاکمیت تر پوښتنې لاندې راولي.»