د امربکا متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیالې کامالا هریس ویلي چې طالبان له ښځو او نجونو سره ” مناسب چلند” نه لري. نوموړې زیاته کړې؛ چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندېښمنه ده.
هریس له “سی بي اس” شبکې سزه به مرکه کې څرګنده کړې؛ چې له ښځو سره په چلند کې طالبانو د امریکا تمه نه ده پوره کړې.
نوموړې ټینګار کړی؛ چې امریکا د بشري مرستو په کولو سره غواړي د د افغانستان له ښځو سره مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې پر افغانستان د طالبانو له واک وروسته، د طالبانو له لوري د نجونو د وهلو او ډبلو او ورسره ناوړه څخه راپورونه شتون لري.