د افغانستان لپاره د امریکا سفارت مرستیالې د ټولګډونه حکومت به اړه د طالبانو په وړاندې د نړۍ کډ دریځ څخه په هرکلي ټینګار کړی چې دې هېواد کې د ټولګډونه حکومت جوړېدو په اړه افغانستان ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو ګډ لیدلوری اړین دی.
د افغانستان لپاره د امریکا مرستیالې سفیرې نن (چهارشنبه د لېندۍ ۹مه) تاجېکستان کې د هرات امنیتي ناستې په دویمه ورځ وویل: «دا چې ایران، پاکستان، امریکا، روسیه او افغانان په افغانستان کې د ښځو حقونو او ټولګډونه حکومت جوړېدو باندې ټينګار لري، طالبان باید وپوهېږي چې دا یوه اړینه موضوع ده.»
اغلې دیکر د طالبانو لخوا د اساسي قانون ټاکلو بهیر وخت نیوونکی بللی او ویلي یې دي چې د افغانستان په اوسني وخت کې اساسي قانون، تاکنې او سیاسي بهیر وخت نیوکي دي.
نوموړې ویلي چې امریکا په تېر یو کال کې څه باندې ۱ میلیارډ ډالره له افغانستان سره مرسته کړې ده. آغلې دیکر زیاته کړې ده: «موږ له طالبانو سره مرسته نه کړو. زموږ پیسې د ملګرو ملتونو د بنسټونو لخوا د بشري مرستو او اقتصادي ثبات رامنځته کولو لپاره په لګښت رسېږي.»
د امریکا د یو میلیارد ډالرو ادعا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې سیګار راپور ورکړی وو چې مالومه نه ده افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په تېر یو کال کې د امریکا شااوخوا ۱.۱ میلیارد دالره مرسته په څه دول لګښت شوې ده.