د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، آنتوني بلینکن په یو ټویټ کې له افغانانو سره د بشري مرستو د دوام په موخه د یاد هېواد د مالیې وزارت درې عمومي جواز لیکونو له صادرولو خبر ورکړ.
بلینکن وایي؛ هېواد یې له نړیوالې ټولنې سره اوږه په اوږه د افغانستان لپاره د بشري مرستو په لېږد کې نه ستړې کېدونکې هڅې کړي.
د امریکا مالیې وزارت په داسې حال کې دا جوازلیکونه صادر کړي. چې د طالبانو حکومت لویه برخه چې حقاني ډله ده؛ چې د امریکا حکومت ورته د بهرنیو ترورستي ډلو په لېسټ کې ځای ورکړی.
د اګېسټ په ۱۵مه له هغه مهاله چې افغانستان د طالبانو يه لاس سقوط شو، له امله یې بهرنۍ مرستې بندې او په متحده ایالاتو کې د افغانستان مرکزي بانک شااوخوا ۹،۵ میلیارده ډالره شتمني کنګل شوه، خو تر اوسه هېڅ داسې نښه نشته چې متحده ایالات به د افغانستان کنګل شوې پیسې آزادې کړي، چې لامل یې حقوقي او قضایي مسایل ښودل شوی.