د امریکا استخباراتي سازمان (سي آی اې) د هغه امن کور نمونه افشا کړه چې د القاعدې مشر، ایمن الظواهري په کې اوسېده او هلته د امریکايي بې پیلوټه الوتکې تر برید لاندې راغلی و.
تېره ورځ (شنبه، د تلې ٢مه)، د سپینې ماڼۍ چارواکو یو عکس خپور کړ چې ښیي چې بایډن د سي آی اې له رییس، ویلیام برنز سره په داسې حال کې چې د لرګیو یو تړل شوی بکس د دوی مخته پر میز پروت دی، خبري کوي.
اوس، د بکس منځپانګه په ویرجینیا کې د دغې ادارې د مرکزي دفتر په موزیم کې نندارې ته وړاندې شوې چې د ظواهري د پټنځای نمونه ښیي.
د یادولو وړ ده چې موزیم د عامو خلکو پر مخ تړلی دی او د ادارې کارکوونکو او میلمنو ته هم لاسرسی محدود دی.
دغې ادارې خبریالانو ته اجازه ورکړه چې له هغه موزیم څخه لیدنه وکړي چې په دې وروستیو کې د ادارې د تاسیس د ٧٥ کلیزې لپاره بیا رغول شوی څو د تاریخ او لاسته راوړنو د ښودلو یوه برخه وي.
سي آی اې د القاعدې د مشر د پټنځای دا نمونه په داسي حال کې افشا کړې چې نوموړی د روان کال د جولای په میاشت کې د کابل په شاه پور کې د خپل کور په بالکوني کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
طالبانو سره لدې چې دغه برید غندلی او وویل چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړي خو وروسته یې وویل چې له یادې سیمې څخه یې کوم جسد نه دی موندلی.
1 تبصره
Some really excellent info I look forward to the continuation.