د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د افغانستان نوم د خپل هېواد د غیر ناټویي ملاتړو له نوملړ څخه لرې کړ.
سپینې ماڼۍ تېره ورځ (جمعه) د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت ته په یو یادښت کې، د امریکا د ملاتړ له نوملړ څخه د افغانستان د نوم لرې کولو څخه خبر ورکړی دی.
د جو بایډن په یادښت کې راغلي؛ چې د امریکا اصلي ملاتړي په توګه د افغانستان نوم د تسلیحاتو د صادراتو د کنټرول قانون پر بنسټ لرې شوی دي.
د امریکا ولسمشر زیاته کړې: «هغه اختیارونو ته په پام سره چې د امریکا متحده ایالاتو اساسی قانون او نورو قوانینو لخوا، ماته د ولسمشر په توګه راکړل شوي دي، له دې ډلې د بهرنیو مرستو قانون د ۵۱۷ برخه ۱۹۶۱، د (22 U.S.C. 2321k) قانون په اصلاح سره دې قانون ته د پای ټکی ږدم.»
د یادونې وړ ده چې بهرنیو چارو وزارت ته د بایډن لخوا په دې یادښت کې د دې موضوع د خپرولو امر هم صادر شوی دی.
1 تبصره
… [Trackback]
[…] Read More Information here on that Topic: aamajnews24.com/ps/usa-47/ […]