د امریکا دفاع وزير، لويډ آسټن ويلي، هغه سرتېري چې تېر کال يې د اګست له ۱۵مې نېټې څخه تر ٣٠مې نېټې پورې د کابل په هوايي ډګر کې د ایستلو په ماموريت کې یې دنده تر سره کړې، ستايل کېږي.
ښاغلي آسټن تېره ورځ (چهارشنبه، اګسټ ۳۱مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې یو شمېر پوځي منسوبینو ته به د ولسمشرۍ ستاینلیکونه هم ورکړل شي.
نوموړي زیاته کړې چې دا کار د امریکا د ولسمشر، جو بایډن د هدایت پر اساس تر سره کیږي.
لويد آسټن زياته کړه چې امريکايي ځواکونه د يوه «خطرناک ماموريت» په ترڅ کې وتوانېدل چې له ۱۲۴ زرو نه زیات افغانان بهر ته انتقال کړي.
د امریکا دفاع وزیر ویلي دي چې د دغه هیواد پوځ له ۸۰ زرو څخه زیاتو افغانانو سره د استوګنې، خوراکي توکو او روغتیا ساتنې په برخو کې مرسته کړې ده.
د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر چې د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۳۰ مه پیل شو، له ګډوډۍ سره مخ شو او وروستی امریکايي پوځي د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۰ له افغانستانه ووت.
د ایستلو په بهیر کې، د کابل له هوايي ډګر بهر د داعش د یوه ځانمرګي برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۷۰ ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ طالبانو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لومړۍ کلیزه ولمانځله.