په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې: طالبانو د افغانستان اقتصاد له منځه وړی دی

لخوا Aamaj News

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې، لینډا ګرینفیلډ د امنیت شورا په غونډه کې ویلی چې طالبانو د افغانستان اقتصاد له منځه وړی دی. هغې زیاته کړې چې هیواد به یې د افغانستان کنګل شوې پیسې طالبانو ته ور نکړي.

مېرمن ګرینفیلډ زیاته کړې ده: «د نړۍ هیڅ یو هیواد چې په افغانستان کې د ترهګرۍ په مخنیوي کې جدي دی، د افغانانو په ملیاردونو ډالرو شتمنیو ته د طالبانو د فوري او بې له قید او شرط لاسرسي ملاتړ نه کوي.»

لینډا ګرینفیلډ ویلی چې طالبانو د افغانستان د ناورین د حل لپاره له نړیوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنې پر ځای، د القاعدې مشر ته د کابل په زړه کې پناه ورکړه.

د آغلې ګرینفیلډ په وینا، د طالبانو د واکمنۍ راهیسې امریکا او نورو سترو مرستندویانو افغانستان ته له دوه میلیارده ډالرو زیاتې بشردوستانه مرستې استولې دي. هغه مرستې چې د هغې په باور د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ثبات لامل شوي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ