امریکا، افغانستان او روسیه د انساني قاچاق او جبري کار هیوادونو په لیست کې شامل کړ

لخوا Aamaj News

د امریکا متحده ایالات د روسیې او افغانستان په ګډون څه باندي لس هیوادونه د هغو هیوادونو په لیست کې شامل کړ چې پکې انساني قاچاق او جبري کار سر ته رسیږي او د هغه هیواد ځواکونو ماشومان سرتیري ګوماري.

امریکا پخپل کلني راپور کې د روسیې او افغانستان سربېره، ازبېکستان، میانمار، کیوبا، ایران، شمالي کوریا او پنځه نور هیوادونه په دغه لیست کې شامل کړي دي.

په دغه راپور کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپور شو، راغلی روسیې، ایران او اوزبېکستان نه دي توانېدلي د انسان له قاچاق سره مبارزه وکړي او د دې موخي لپاره کومه خاصه طرحه هم نه لري.

د یاد راپور له مخي په نوموړي هیوادونو کې د انساني قاچاق برسېره، حکومت پوري اړوندو سکتورونو خلک جبري کار ته اړ باسي او د دغو حکومتونو اړوندو کېمپونو کې جنسي غلامي پلي کیږي او له ماشومانو د سرتیري په توګه کار اخیستل کیږي.

دغه راپور د کډوالي څېړنو د مرکز له لوري وړاندي شویو شمېرو ته په اشارې سره وایي چې په روسیه کشې یو میلیون کسان په سختو کاري شرایطو کې، سخت کارونه کوي.

په یاد راپور کې د فزیکي بد چلند، بې تنخوا کار او د کارګرو د اسنادو یرغمل په څېر مواردو څخه ویل شوی.

په همدې حال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ند پرایس په خبري ناسته کې وویل چې د امریکا حکومت د انساني قاچاق سره د مبارزې لپاره د هیوادونو هڅي څېړي.

د پرایس په وینا، امریکا هڅه کوي د انسان قاچاق کوونکي د قانون منګولو ته وسپارل شي؛ د انساني قاچاق قربانیانو ساتنه وشي او د انساني قاچاق اړوندو جرمونو مخنیوی وشي.

په همدې حال مسکو د امریکا له دغه اقدام څخه ناخوښي څرګنده کړې ده. د واشنګټن دغه اقدام کېدای شي پر روسیې د متحده ایالاتو د بندیزونو لامل شي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ