د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: د ناټو له هر انچ جغرافیې څخه دفاع کړو؛ اوکراین د روسیې پر وړاندې بریالي کیږي

لخوا Aamaj News

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، چې د لیتوانیا پلازمېنې ولنوس ته په سفر تللی، له خپل لیتوانیایي سیال سره په یوه خبري کنفرانس کې یې له اوکراین سره په مرسته ټینګار وکړ.

بلینکن یو ځل بیا پر مسکو غږ وکړ چې د اوکراین پر ښارونو خپل بریدونه ودروي، نوموړي زیاته یې کړه: “موږ له اوکراین سره مرسته کړو او دوی به د روسیې پر وړاندې بریالي کېږي.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اوکراین د جګړې په اړه د چین پر دریځ د نیوکې سربېره؛ روسیه یې تورنه کړه چې په لیتوانیا کې د ډیموکراسۍ د کمزوري کولو هڅه کوي.

انتوني بلینکن په اوکراین کې د جګړې پای ته رسولو لپاره پر روسیه د د مالي بندیزونو سربېره د بندیزونو په وضع کولو ټینګار وکړ او له روسي چارواکو یې وغوښتل؛ چې د اوکراین د جګړې ضد لاریونوال د یاد هېواد له بند خونو خوشي کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې دوی په هره ډیپلوماتیکه لاره کې هڅه کړې او هڅه کوي چې د “روسیې مشروع اندیښنو” ته ځواب ووایي. خو هغه زیاته کړه؛ چې دوی به له اوکراین سره په هره ممکنه توګه مرسته وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي؛ چې له دوه اونیو را پدېخوا د اوکراین پر خاوره د روسیې بریدونه دوام لري او د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین ټینګار کړی؛ چې “ځانګړي عملیات” به همداشان دوام ولري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ