امریکا ۱۲ روسي ډیپلوماټان په ملګرو ملتونو سازمان کې د روسیې له دایمي استازولۍ وباسي

لخوا Aamaj News

رسنیو له سپینې ماڼۍ څخه په نقل راپور ورکړی؛ امریکا په ملګرو ملتونو سازمان کې د روسیې دایمي استازولۍ ۱۲ ډيپلوماټان د هغه څه له امله چې د ملي امنیت اندېښنې او جاسوسي فعالیتونو کې د دوی لاس درلودل بلل شوي، وباسي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا هیئت ویلي؛ چې دا ډیپلوماټان پر اطلاعاتي او جاسوسي عملیاتو بوخت و، چې د امریکا ملي امنیت ته مضر دي.

دا خبر په ملګرو ملتونو سازمان کې امریکایي او روسي ډيپلوماټانو هم منلی.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د متحده ایالاتو د ماموریت ویاند، اولیویا دالټون ویلي؛ چې دا کړنه له څو میاشتو راپدېخوا د ترسره کېدو او پراختیا په حال کې وه.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا خبریالانو ته ویلي؛ چې له ډيپلوماټانو غوښتل شوي چې د مارچ تر اوومې نېټې له امریکا بهر شي او به دې کړنې ته ځواب ووایي.

نبنزیا دا موضوع دملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا په ناسته کې چې اوکراین کې د انساني وضعیت په اړه جوړه شوې وه، هم وړاندې کړې.

د نوموړي په وینا؛ د امریکا کړنې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سازمان د کوربه په توګه د یاد هېواد ژمنو ماتول او دوښمنانه دي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې لویدیځ له دې وړاندې پر اوکراین د برید له امله پر مسکو سخت بندیزونه لګولي وو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ