امریکا د داعش خراسان ډلې د رهبر پر سر لس میلیون ډالره وټاکل

لخوا Aamaj News

د امریکا متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، د هغه مالوماتو لپاره چې د داعش خراسان څانګې رهبر ثناالله غفاري “شهاب المهاجر” پېژندنې یا د ځای تثبیت کولو لامل شي او یا هم داسې مالومات چې په ۲۰۲۱م کال د اګېسټ په ۲۶ مه کابل هوایي ډګر کې د برید عاملینو د محکومیت لامل شي. هر یو ته به لس میلیون ډالره انعام ورکول کېږي.

المهاجر د ۲۰۲۰ کال په جون میاشت کې، د داعش خراسان څانګې رهبر شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د داعش خراسان څانګې رهبر، د افغانستان په ګوت ګوټ کې د یادې ډلې د بریدونو اجرایي مسوول دی.

د تېر میلادي کال د اګېسټ ۲۶مه په کابل هوایي ډګر د برید په پایله کې چې، د خراسان داعش ډلې یې مسوولیت پر غاړه واخیست، د ۱۳ امریکایي پوځیانو په ګډون څه باندې ۱۸۵ کسان ووژل شول.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ