د امریکا د مالیې وزارت: نړیوال بانکونه کولی شي چې افغانستان ته د بشردوستانه موخه لپاره پیسې ولېږي

لخوا Aamaj News

رویترز راپور ورکړی، چې د امریکا متحده ایالاتو مالیې وزارت نړیوالو بانکونو ته سپارښتنه کړې چې د بشردوستانه موخو لپاره بې له وېرې افغانستان ته پیسې ولېږي.

دغه وزارت تېره ورځ ویلي؛ چې مرسته کوونکي بنسټونه کولی شي بې د بندیزونو له وېرې پرته، د افغانستان دولتي بنسټونو کې د روغتیایي پالنو کارکوونکو او ښوونکو ته پیسې ورکړي.

د امریکا متحده ایالاتو مالیې وزارت د تېر میلادي کال په سپټامبر او ډسېمبر میاشتو کې هم په افغانستان کې د بشري مرستو د وړاندې کولو په موخه د ځینو معافیتونو لرې کولو لپاره ځینې مجوزونه صادر کړل.

خو له دې سره هم نړیوال بانکونه افغانستان او ملګرو ملتونو سازمان ته د پیسو په لېږد کې محتاط و.

پر افغانستان د امریکا بندیزونه هغه وخت وضع شول چې نوی حکومت رامنځته شو.

په ورته وخت کې د امریکا متحده ایالاتو له لوري افغانستان مرکزي بانک ۱۰ میلیارده ډالره شتمني هم کنګل شوې.

دا کړنه د دې لامل شوې؛ چې هېواد کې بېوزلي او لوږه په بې ساري ډول زیاته شوې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ