امریکایي قانون جوړونکي په بېړني ډول له افغانستان څخه د بندیزونو لرې کولو غوښتونکي شول

لخوا Aamaj News

امریکایي رسنیو راپور ورکړی؛ چې امریکا کې یو شمير قانون جوړونکو او د بشري حقونو ملاتړ کوونکو د جو بایډن له ادارې غوښتي، چې د انساني ناورین د مخنیوي لپاره ژر در ژره د افغانستان په وړاندې اقتصادي بندیزونه لرې کړي. 

د رسنیو د راپور له مخې، یاد قانون جوړونکو او د بشر حقونو پلویانو استدلال کړی؛ چې پر جګړه ځپلي افغانستان باندې بندیزونه د دې لامل شوي چې میلیونونه کسان له قحطۍ سره مخ شوي. 

د خپرو شویو راپورونو له مخې؛ امریکایي قانون جوړونکو وړاندوینه کړې؛ چې که د امریکا متحده ایالات د افغانستان په وړاندې د بندیزونو سیاست ته دوام ورکړي، ښایي په یاد هېواد کې د عام وګړو مرګ د تیرو شلو کالونو له جګړې زیات شي. 

دا په داسې حال کې ده؛ چې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو وروسته، په افغانستان کې د بېوزلۍ او لوږې له امله د انساني ناورین له ډېرښت څخه اندېښنې زیاتې شوې دي. 

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ