پنټاګون اعلان وکړ چې متحده ایالاتو په ختیځ سوریه کې هغه تاسیسات په نښه کړي چې ادعا کیږي د ایران له ملاتړه برخمن دي.
د امريکا د دفاع وزير لويد آسټن نن (پنجشنبه، د لړم ١٨مه) په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې د دوو اف_۱۵ جنګي الوتکو دغه بريد د ايران پلوه ډلو اړوند د وسلو يو ګودام په نښه کړي دي.
ښاغلی آسټین، په دوام کې زیاته کړی: «د متحده ایالاتو ولسمشر د متحده ایالاتو د پرسونل له امنیت څخه لوړ لومړیتوب نه لري او هغه د نن ورځې برید لارښوونه وکړه چې دا روښانه کړي چې متحده ایالات به د خپل ځان، پرسونل او خپلو ګټو دفاع وکړي.»
په همدې حال کې د عراق سیمهییزو رسنیو خبر ورکړی، چې د عراق په کردستان سیمه کې د اربیل په شمال کې د پرله پسې چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا پوځ شاوخوا دوه اونۍ وړاندې ادعا کړې وه چې د سوریې په ختیځ کې یې پر دوو هغو تاسیساتو بریدونه کړي دي چې د ایران له ملاتړه برخمن دي.