امریکایي قانون جوړونکي: د بایډن اداره د افغانان کومانډویانو د لېږد لپاره هېڅ پروګرام نه لري

لخوا Aamaj News

فاکس نیوز له امریکایي چارواکو څخه په نقل قول نن “پنجشنبه، د جدی ۱۶ مه” راپور ورکړی؛ چې د امریکا یو شمېر قانون جوړونکي او د یاد هېواد د پوڅ پخواني سرتېري، په یوه مقاله کې له افغانستان څخه د ۲۰ زره پاتې کومانډو ځواکونو د لېږد غوښتونکي شوي.

د یاد راپور پر بنسټ؛ له دې سره چې د بایډن په رهبرۍ د امریکا متحده ایالاتو حکومت ادعا لري چې د افغانستان ۱۲۰ زره اوسېدونکي یې له دې هېواد بهر کړي، ډېری لېږدول شوي خلک ژباړونکي او کورنۍ یې نه دي.

یاد راپور کې راغلي، له افغانستان څخه د بهرنیو پوځیانو له وتلو څلور میاشتې تېرېږي؛ خو لاهم ۲۰ زره هغه کومانډویان چې له امریکایانو سره همکار و؛ افغانستان کې پاتې دي.

د امریکا قانون جوړونکي او د پوځ پوخوانیو سرتېرو، د افغانستان پخواني پوځ کومانډویان خپل حیاتي همکاران بللي او د بایډن حکومت له کړنو څخه په نیوکې سره وایي، چې د نومړي دولت د خپلو همکارانو د لېږد لپاره هېڅ پروګرام نه لري.

یو شمېر هغه امریکایي سرتېري چې د افغانستان پخواني پوځ کومانډویانو سره اوږه په اوږه جمګېدلي وایي؛ چې دوی أه جګړه کې لویه برخه درلوده او د تخلیې تر وروستیو شېبو یې وحشت ناکه مرګ ژوبله منلې.

دا په داسې حال کې ده؛ چې له افغانستان څخه د وتلو او تخلیې پر مهال داسې کسان امریکا ته لېږدول شوي، چې د تخلیې له شرایطو سره نه و برابر، په داسې حال کې چې په سلګونه پر شرایطو برابر خلک او وروستیو کالونو کې د امریکا متحده ایلاتو همکاران له دې بهیر پاتې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ