د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره د ایران پر وړاندې د مقابلې پر څرنګوالي خبرې کړې دي. په دې کتنه کې دواړو لورو د ایران له ګواښونو سره د مقابلې او د تهران د اټومي وسلو د ترلاسهکولو د مخنیوي لپاره په خپلو ژمنو ټینګار وکړل.
جوبایډن د اسرایلو له لومړي وزیر سره خپلو «رغنده او روښانه» خبرو ته په اشارې سره ویلي چې په دې کتنه کې یې د ایران له ګواښ سره د مقابلې او د دواړو هیوادونو د ستونزو د هواري په ګډون په یو شمیر مسایلو خبرې وکړې.
ښاغلي بایډن په دې کتنه کې ټینګار وکړ چې ایران باید هیڅکله اتومي وسلې ترلاسه نه کړي او ویې ویل: «د یو بل په همکارۍ سره کولای شو د هغو قوتونو مقابله وکړو چې غواړي د سیمې د روښانه راتلونکي مخه ونیسي او ایران د هغوی په سر کې دی.»
په همدې حال کې نتانیاهو هم په دغه کتنه کښې وویل: «د ایټمي وسلو له ترلاسهکولو څخه د ایران د مخنیوي لپاره زمونږ ګډ هدف په یوه معتبر پوځي ګواښ، د بندیزونو زیاتول او د ایران د زړورو خلکو په ملاتړ سره چې د رژیم په خلاف جنګیږي، په غوره توګه ترلاسه کیدای شي.»
له دې غونډې مخکې، سپینې ماڼۍ اعلان کړی وو چې د دواړو هېوادونو مشران به «په پراخه کچه د دوه اړخیزو او سیمهییزو مسلو په اړه بحث او خبرې اترې وکړي.»
3 تبصرې
Hello There. I found your blog using msn. This is a really well written article. I’ll make sure to bookmark it and return to read more of your useful information. Thanks for the post. I will definitely comeback.
oh well, chris rock is damn funny. i like his corny jokes and stuffs..
Link exchange is nothing else but it is simply placing
the other person’s blog link on your page at appropriate place and other person will
also do similar for you.