د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وايي، هېواد یې طالبان په رسمیت نه پېژني او نه هم د طالبانو د رسمیتپېژندلو پلان لري.
جان کربي زیاته کړی، که طالبان د مشروعیت غوښتونکي وي، نو دوی باید په «مشروع ډول د نړیوالې ټولنې، د حکومت کولو طریقې، په ځانګړې توګه له ښځو سره د چلند په اړه خپل مکلفیتونه پوره کړي. د جان کربي په وینا طالبانو نه یوازې دا چې دغه ژمنې نه دي پوره کړي، بلکې برعکس یې عمل کړي دي.»
د امريکا د ملي امنيت د شورا وياند په افغانستان کې د تروريزم د ګواښ په اړه وويل: «د القاعدې ګواښ کم شوى دى او امکان نه لري چې بېرته افغانستان ته راشي.»
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو څه باندې دوه کاله تېر شوي، تر اوسه هېڅ هېواد د دغې ډلې رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی.