امریکا، کابل هوایي ډګر کې د ځانمرګي بریدګر انځور خپور کړ

لخوا Aamaj News

نیویارک پوسټ له نیویارک ټایمز څخه په نقل قول تېره ورځ د هغه ځانوژونکي بریدګر انځور خپور کړ چې کابل هوايي ډګر کې یې د وېستلو پر وخت ځان ته چاودنه ورکړې وه.

دا کس عبدالرحمن “اللوګري” نوم درلود چې څلور میاشتې وړاندې یې د کابل هوایي ډګر کې ځانته چاودنه ورکړه، چې په پایله کې یې ۱۳ امریکایي پوځیان او ۲۰۰ نور غير پوځي کسانو ژوند له لاسه ورکړ.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، اللوګري د انحینري پوهنځي زدکړیال و، چې له نیولو وروسته د طالبانو لخوا خوشي شو.

د یادونې وړ ده؛ چې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو وروسته، کابل کې لومړی ځانمرګی برید عبدالرحمن اللوګري ترسره کړ، چې د ماشومانو او ښځو په ګډون څه باندې ۲۰۰ غیري پوځي کسانو پکې ژوند له لاسه ورکړ او یا ټپیان شول.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ