سي ان ان: له افغانستان څخه ۱۴۵۰ ماشومان بې له کورنیو څخه یې امریکا ته رسېدلي

لخوا Aamaj News

د امریکا سي ان ان شبکې راپور ورکړی؛ چې د رواړ کال اګېسټ میاشت کې د تخلیې په بهیر کې له افغانستان څخه ۱۴۵۰ ماشومان له خپلو کورنیو پرته آمریکا ته رسېدلي.

د دغه راپور له مخې چې تېره ورځ ” دوشنبې، د جدي ۶ مه” خپور شوی، د دغه ماشومانو له ډلې ځینې د یوازېتوب، وېرې او ژړا احساس کړي او لا تراوسه مالومه نه ده چې دوی به په څه ډول او څه وخت له خپلو کورنیو سره یوځای شي.

له دې سره؛ د هغه شمېرو له مخې چې د ګډوالو دفتر سي ان ان ته ورکړې دي، ۲۵۰ بې کورنیو ماشومان لا هم د امریکا بند کې دي.

په ورته وخت کې؛ د ماشومانو د حقونو مدافعینو ویلي، چې د دغه ماشومانو د کورنۍ هېڅ غړی امریکا کې ژوند نه کړي تر څو سره یوځای شي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د طالبان په لاس د تېر حکومت له سقوط وروسته، چې ۱۵ ورځو کې د امریکا او ملاتړ لخوا یې ۱۲۰ زره کسان له کابل هوایي ډګر څخه ووېستل شول.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ