د امریکا د استازو په جرګه کې د جمهوري غوښتونکو غړي مایک والټز ویلي چې د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ غواړي چې د کوکنارو د کښت په وړاندې د طالبانو د ستاینې په کولو سره «ترهګر نورمال» کړي.
هغه وویل چې د بایډن اداره د طالبانو ستاینه کوي پهداسې حال کې چې دا ډله په خلکو ظلم کوي او «ترهګرو» ته پناه ورکوي.
د امریکا د کانګریس د دغه غړي غبرګون په هلمند کې د کوکنارو د کښت د کمښت په اړه د یوه برتانوي بنسټ له راپور وروسته دی، توماس ویسټ پرون (چهارشنبه، جون ۷مه) د نوموړی بنسټ ادعا د اعتبار وړ او مهمه وبلله.توماس ویسټ په یوه ټویټ کې لیکلي، چې سیمې او د سیمې هېوادونه په افغانستان کې له نشه یي توکو څخه پرته ګډې ګټې لري.
مګر ښاغلي والټز ټینګار وکړ چې د بایډن اداره نشي کولی «د طالبانو لخوا د کوکنارو د کښت د ځپلو ستاینه وکړي پهداسې حال کې چې د طالبان بېګناه خلک یې ځپلی او ترهګرو ته يې پناه ورکوي.»
د السیس موسسې په دې وروستیو کې په یوه راپور کې ادعا کړې وه چې په هلمند کې د کوکنارو کښت چې د نړۍ د تریاکو تر ټولو لوی تولیدونکی مرکز دی، «۹۹ سلنه کم شوی دی.»
1 تبصره
Veryyy best, tyy.