د امریکا پوځ: د لوژیستیکي ننګونو سربېره؛ له افغانستان څخه د امریکا پر وړاندې د ګواښونو د شنډولو وړتیا لرو

لخوا Aamaj News

د امریکا متحده ایالاتو پوځ وايي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته یې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد هېڅ برید نه دی ترسره کړی.

رسنیو راپور ورکړی؛ چې د امریکا د ځانګړو عملیاتو قوماندان ریچارډ کلارک پرون د سنا د وسله والو ځواکونو کمیټې د قانون جوړونکو تر فشار لاندې ویلي؛ چې له افغانستان څخه د عسکرو ایستلو په افغانستان کې استخباراتي سرچینې او د امریکا پر وړاندې د احتمالي ګواښونو د ځواب وخت کم کړی ده.

د امریکا پوځ ټینګار کړی؛ چې د لوژیستیکي ننګونو سربېره د دې وړتیا لري، ترڅو د افغانستان له خاورې څخه د دې هېواد پر وړاندې ګواښونه وڅاري او له منځه یې یوسي.

په ورته وخت کې کلارک زیاته کړې؛ چې د دې ننګونو مانا دا نه ده، چې د دوی ځواکونه په بشپړ ډول د هدف افق کنټرول نه لري.

نوموړي ویلي: “په تیرو ۲۰ کلونو کې، موږ ډیر ښه استخباراتي وړتیاوې رامینځته کړې او موږ کولی شو په سیمه کې د ترورېزم ضد ماموریتونه ترسره کړو او موږ دا په تیرو وختونو کې ښودلې.”

دامریکا دفاع وزارت چارواکو ویلي؛ چې دوی باید لږ تر لږه په ساعت کې یو ځل کشفي بې پیلوټه الوتکې له لرې پرتو پوځي اډو څخه هوا ته پورته کړي، ‌تر څو هغه سیمی چې په افغانستان کی د طالبانو تر واک لاندی دي، مالومات راټول کړی.

دا په داسې حال کې ده؛ چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له جوړېدو راهیسې امریکا تل د افغانستان خاوره کې د داعش او القاعدې ډلو د نفوذ په اړه اندېښمنه ​​ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ