د هغه امریکایي سرتېرو کورنۍ چې په کابل هوايي ډګر کې وژل شوي، د پنټاګون د موندنو په اړه شک لري

لخوا Aamaj News

امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې د تېر میلادي کال د اګېسټ په ۲۶مه، کابل هوايي ډګر کې د ۱۳ وژل شویو امریکایي سرتېرو کورنۍ، د یاد هېواد دفاع وزارت څېړنیزو موندنې تر پوښتنې لاندې راولي.

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت د روانې میاشتې په لومړیو کې خبر ورکړ، چې د کابل هوايي ډګر د دننه کېدو دروازه کې ځای پر ځای شوی بم، هغه ځای چې امریکایي سرتېرې د افغانستان ښاریانو د تخلیې په لټه کې و، د مخنیوي وړه نه وه.

خو د یادې پېښې د قربانیانو کورنۍ ټينګار کړي، چې د یادې پېښې د موندنو په تړاو شک لري.

د امریکا ۲۰ کلن سرتېري مور شانا چاپل، چې زوی یې په یاده چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړی، واشنګټن پُسټ ته ویلي: ( ټول هغه بهري ځواکونه چې هلته و، تاسې ته به ووایي چې د وېرې احساس یې کړی.)

نوموړې زیاته کړې؛ چې دا سرتېر په بې دفاع وضعیت کې و او د پوځ ځواکونه له چاودنې وروسته د سپکو وسلو په ډزو کې موخه ګرځېدلي.

په ورته وخت کې، د کابل هوايي ډګر د قربانیانو د کورنیو یو غړی مارک اشمیتز ویلي؛ چې د پنتاګون په راپور کې یې ځينو تناقضونو ته پام شوی او له پنتاګون یې غوښتي، چې د زوی په بدن کې یې ځينې فلزي ټوټې پیدا شوې دي او په خصوصي ډول دې یې تجزیه او تحلیل کړي.

ځينو لوېدېځو رسنیو له امریکایي پوځي وسلوالو څخه په نقل ویلي؛ چې له چاودنې وروسته پر دوی ډزې وشوې.

بل پلو واشنګټن پوسټ له بهري سرتېري سي جي ډاګلاس څخه په نقل لیکلي، چې په هغه برید کې هېڅ داسې مدرک شتون نه لري چې د ډزو له امله د افغانستان ښاریانو یا امریکايي کس د وژل کېدو لامل شوی وي.

د یادونې وړ ده؛ چې داعش ډلې د اګېسټ په ۲۶مه د کابل هوايي ډګر په دروازه کې دوه چاودنې شوې دي چې په پایله کې یې د ۱۳ امریکایي ډالرو په ګډون ۲۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړ.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ