د امریکا ځانګړی استازی: په ترکیه کې سیاسي رهبران د ټول‌ګډونه سیاسي بهیر له نه شتون اندېښمن دي

لخوا Aamaj News

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وسټ وایي؛ چې ترکیې ته یې د سفر په لړ کې د پخواني حکومت له سیاسي رهبرانو، خبریالانو، بانکدارانو، د بشر حقونو فعالانو، پخوانیو والیانو، د ولسي جرګې غړو او وزیرانو سره لیدلي.

نوموړي په یو ټویټ کې لیکلي؛ چې سیاسي رهبران او د بشرحقونو فعالان په دې باور دي چې تاوتریخوالی د افغانستان خلکو لپاره غوره لار نه ده.

وسټ زیاته کړې؛ چې په ترکیه کې له سیاسي رهبرانو سره له لیدنې وروسته، دوی د یو ټول‌ګډونه سیاسي بهیر له نشتون څخه اندېښنه ښودلې.

نوموړي د بشرحقونو او پر ښځو د بندیزونو په ځانګړي ډول له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښونځیو بند په تړاو ډاډ ورکړی؛ چې ټولو ناستو کې ښوونځي ته د نجونو او کار ته د ښځو راګرځېدو غوښتنې شتون لري.

د امریکا ځانګړي استازي د بانکونو د کړنو په اړه زیاته کړې؛ چې آسانه حل لاره شتون نه لري خو بانکونو سقوط ته نه باید اجازه ورکړل شي. نوموړي زیاته کړې؛ چې باید ګټورو لارو ته وګورو او د رسمی بانکوالۍ برخه کې باور ته پراختیا ورکړل شي.

نوموړي له دې سره په ټینګار چې دې لیدنو کې ټول د افغانستان په سیاسي بهیر کې د ګډون غوښتونکي دي؛ خو ډېری یې ناهیلي دي چې داسې یو بهیر شتون نه لري.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د افغانستان په چارو کې د امریکا استازي په وروستیو کې هند، ازبیکستان او ترکیې ته سفرونه درلودل او د افغانستان سیاسي رهبرانو سره یې د افغانستان د راتلونکي په اړه خبرې کړې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ